کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په بلخ ولایت کې دافغان پوځيانو پر کاروان برید کړی

29 حوت 1398 ساعت 14:42

په افغانستان کې د تاؤتریخوالي د لړۍ له پیلیدا وروسته د طالبانو دحملو پیلیدا او ترینګلتیاوې په داسې حال کې دي ، چې د قطر په دوحې کې د طالبانو او امریکائي استازو ترمینځ دروغې جوړې موافقه لاسلیک شوي او دواړو لورو په افغانستان کې د تاؤتریخوالو د کمولو ژمنتیا کړې وه .


د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید پرون وئیلي دي ، وسلوالو طالبانو د بلخ جوزجان په لاره کې  دامنیتی ځواک پر کاروان برید کړی،چې له امله ئې  دوه عسکر وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي.
 هغه دغه راز وئیلي دي  له دغې حملې وروسته د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ سخته نښته شوي  چې وئيل کیږي ، دواړو لورو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي .
 داپه داسې حال کې دي چې دخبرترمخابیره کیدا پورې دطالبانو ډلې مسئولانو په دې اړه څه نه دي وئیلي . 
په افغانستان کې د تاؤتریخوالي د لړۍ له پیلیدا وروسته د طالبانو  دحملو پیلیدا او ترینګلتیاوې په داسې حال کې دي،چې د قطر په دوحې کې د طالبانو او امریکائي استازو ترمینځ دروغې جوړې  موافقه لاسلیک شوي  او  دواړو لورو په افغانستان کې د تاؤتریخوالو د کمولو ژمنتیا کړې وه.البته په همدا وروستیو کې څو ځله د دواړو  لورو له خوا د دغې موافقې خلاف ورزۍ هم دوام لري،چې بې څوکه افغان ولس ئې  بیّه ورکوي .
 


د مطلب کود: 205791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205791/طالبانو-په-بلخ-ولایت-کې-دافغان-پوځيانو-پر-کاروان-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com