کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: د سولې لپاره باید له بل هر وخت خپلمنځي یووالي ته ډېر پام وشي

2 حمل 1399 ساعت 9:12

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام کې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي.
نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.
"سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي او همکاري غواړي او ریوښتونې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اصلاحاتو برخه کې لا جدي اوسي".



د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د افغان طالبانو او امریکا د سولې هوکړه کې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو هم هوکړه شوې ده.
ولسمشر غني د مارچ پر ۹ د لوړې مراسمو کې وویل، د دې خبرو لپاره به پلاوی ژر اعلان او هم د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي.
خو لا هم نه دا پلاوی اعلان شوی او نه د بندیانو خوشي کولو برخه کې پرمختګ شوی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې په ورځ وویل، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.
د نوموړي په خبره، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې له مخې د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د جګړې په څېر فساد هم د افغانستان دوښمن دی:
د اصلاحاتو لپاره ضروري ده چې یو بل ته لاس ور کړو یو بل ته زړونه نږدې کړو، په پرون کې ایسار نه شو او د روښانه سبا لپاره ګډ ګامونه واخلو.
د هغه په خبره، ښه حکومتولي نه پیسې غواړي او نه بودیجه بلکې همکاري او همغږي غواړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د کورونا په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل:
لکه څنګه چې خبر یاست د کورونا ساري ناروغۍ له امله ټوله حمل میاشت کې ښوونځي بند وي، له کورنیو غوښتنه کوو چې دې برخه کې اولادونه وهڅوي چې وخت یې ضایع نه شي او کورونو کې زدکړې وکړي.
په ورته مهال د روغتیا وزارت وايي، چې په هرات کې د کورونا دوه نورې مثبتې پېښې تایید شوې او دې سره افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد چې کورونا نیولي دي.
 


د مطلب کود: 205816

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205816/ولسمشر-غني-د-سولې-لپاره-باید-له-بل-وخت-خپلمنځي-یووالي-ته-ډېر-پام-وشي

آوا
  https://www.avapress.com