دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 205819
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د تدابیرو نیولو په چوکاټ کې ډیره مهمه پریکړه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د هیواد ۸۱ ولایتونو والیانو ته د مکتوب په استولو سره د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د مارچ د ۱۶ مې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره په ټول هیواد کې د تیاتر، سینما، کنسرت، نندارې، واده سالونونو، بار، شپې کلوپونو، میخانو، قهوه خونو، انټرنټ کلپونو، قیلون خونو، لوبو سالونونو، حمامونو، سونا، د چاپي‌ سالونونو، سپورت کلپونو، او هر ډول نندارتونونو او ماشومانو سرپټي د لوبو سالونونو په ګډون د هر ډول ډله ایز مرکزونه  د موقتي‌ مودې لپاره  د فعالیتونو د درولو پریکړه وکړه. 
ددې سربیره په ترکیه کې د ملکي‌ ټولنو او تعلیمي‌ موسساتو غونډې هم وځنډول شوې. د هیواد هغه دولتي‌ مامورین چې انتاني‌  او یا دومداره یا سختې ناروغۍ لري‌ د ۱۲ ورځو لپاره رخصت کړی شول.
همداشان د یو زیات شمیر دولتي‌ اداراتو مامورین چې د کور نه د خپلو چارو د پر مخ توان ولري په کور کې د کار کولو اجازه ورکړل شوه.
د بله پلوه د ترکیې د دیني‌ چارو عمومي‌ ریاست د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د تدابیرو نیولو په چوکاټ کې د نن نه په اعتبار سره په ټولو جوماتونو کې د جماعتونه د امر ثاني‌ پورې وځنډول.
 
https://avapress.com/vdca6mnuo49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته