کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهارـارزگان لویي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په اړه غونډه وسول

2 حمل 1399 ساعت 9:12

د کندهارـارزگان لویي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په موخه د دواړو ولایتونو د مسؤلینو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه سوه
د کندهار والي او نظامي شورا رئیس حیات الله حیات په مشري د کندهار ـ ارزګان لويي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په موخه د دواړو ولایتونو د ملکي او نظامي مسؤلینو ترمنځ د ویډیوکنفرانس له لاري د همغږۍ غونډه جوړه سوه.



په دغه ویډیو کنفرانس کي د جنوب لویدیځ زون د قاطع ملاتړ قومندان، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، د اولې پلې لوا قومندان، د فواید عامي رئيس او د قوه کار امر په شمول د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید او د یاد ولایت یو شمیر نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.

د ویډیو کنفرانس په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات د کندهارـ ارزګان لویي لاري رغنیزو چارو د بیا پیلېدو په اړه وویل، چي د ژمنیو اورښتونو، واورو او مخالفینو له لوري ځاي پر ځاي سویو سړک غاړي ماینونو لکبله د یادي لاري کار دریدلي و او په خبره یې د نن غونډه په همدې موخه ترسره کیږي، تر څو نژدې وختونو کي دغه چاري بیرته پیل سي.
کندهار والي همدارنګه د هغو سرتیرو مننه وکړه، چي د یادي لاري په امنیت ساتلو کي یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي او همدارنګه یې د کندهارـارزګان لويي لاري سوداګریز ارزښت ته په اشاري له ولسونو غوښتنه وکړه، چي د دغي مواصلاتي لاري لپاره د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کي همکاري وکړي، تر څو د دواړو ولایتونو تر منځ هر اړخیزي اړیکي لا پیاوړي سي.
په غونډه کي ټولو ګډونوالو د یادي لاري د عمومي امنیتي وضعیت د لا ښه کېدو په موخه بېلابېل نظریات، وړاندیزونه او غوښتني شریکې او لازم تصمیمونه ونیول سول.


د مطلب کود: 205820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205820/د-کندهار-ارزگان-لویي-لاري-رغنیزو-چارو-بیا-پیلېدو-په-اړه-غونډه-وسول

آوا
  https://www.avapress.com