دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 205821
په همدې موخه کندهار والي حیات الله حیات د عامي روغتیا وزارت د معین فدا محمد پیکان په ملتیا د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته لاړل او هلته یې د عامي روغتیا د رئیس ډاکټر اشرف نادري او صحي پرسونل سره یو ځاي یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړی سوی ۱۰۰ بستریز واټ د پټۍ په پرېکولو پرانیست. د پټۍ تر پرېکولو وروسته د عامي روغتیا وزارت معین فدا محمد پیکان خپلو خبرو کي وویل، د کندهار جغرافیوي موقعیت ته په کتو موږ د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه صحي پرسونل ته ځانګړې لارښووني کړي او تر دې مهاله مو ۱ میلیون افغانۍ مرسته هم ترسره کړې.
 
نوموړي زیاته کړه، د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون په کندهار کي د کرونا ویروس د تشخیص او درملنۍ یوازینی مرکز دی، چي نن عملاً سل بستره پکښي پرانیستل سول او د ضرورت پر مهال موږ پلان لرو، دغه تعداد تر ۳۰۰ بسترونو پورې لوړ کړو.
په ورته وخت کي کندهار والي حیات الله حیات د عامي روغتیا وزارت او د کندهار د عامي روغتیا ریاست له ټول صحي پرسونل څخه مننه وکړه، چي د کرونا ویروس د تشخیص او درملني په موخه یې اړیني کړڼې ترسره کړي دي او د خبرو په دوام یې وویل، تر دې مهال په کندهار کي کومه شکمنه پېښه نه ده تر سترګو سوې، ولي موږ هر ډول احتمالي پېښو ته چمتووالی لرو.
ښاغلي حیات پر ټولو ولسونو غږ وکړ، چي د کرونا ویروس د نښو او علایمو په لیدلو دې دغه روغتون ته مراجعه وکړي، ترڅو تشخیص یې ترسره او که نتیجه مثبته وي، تر عاجلې درملنې لاندي به ونیول سي.
https://avapress.com/vdcdxk0xfyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته