کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مزار شریف کې نوروز جنډه د شپې پورته کړل شوه

1 حمل 1399 ساعت 12:34

هر کال زرګونه کسان له مختلفو ولایتونو د نوروز جشن لمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته ځي او د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته منسوب زیارت کې را ټولېږي چې جنډه پکې پورته او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي.
خو د بلخ اطلاعات او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وویل، چې د کورونا ویروس د نه خپرېدو او د خلکو د بیروبار نه جوړېدو لپاره یې دا جنډه د شپې پورته کړه.



په بلخ کې  جنډه د شپې نږدې لس بجې له رسنیو پرته پورته شوه او خلکو د دې زیارت شاوخوا ونڅېدل.
د زیارت مشر عتیق الله انصاري  چې د کورونا ویروس د خطر له ختمېدو پورې به د دې زیارت دروازې تړلې وي.
د جمعې په سهار هم کم خلک د زیارت د پنجرو شاته د دې جنډې لیدلو ته ولاړ و.
 بلخ کې کم خلک د شادیان دښتې او حیرتان په ګډون تفریحځیو ته تللي دي.
 


د مطلب کود: 205825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205825/مزار-شریف-کې-نوروز-جنډه-د-شپې-پورته-کړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com