هر کال زرګونه کسان له مختلفو ولایتونو د نوروز جشن لمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته ځي او د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته منسوب زیارت کې را ټولېږي چې جنډه پکې پورته او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي.
خو د بلخ اطلاعات او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وویل، چې د کورونا ویروس د نه خپرېدو او د خلکو د بیروبار نه جوړېدو لپاره یې دا جنډه د شپې پورته کړه.