کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نوروز او د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د رارسېدو په پار د ټول شموله حکومت د مبارکۍ پېغام

1 حمل 1399 ساعت 12:43

نوی لمریز کال د ننګونو او فرصتونو کال دی، د کرونا ویروس ټوله نړۍ په ځانګړي ډول زموږ هېواد له ګواښ سره مخ کړی، د دې ویروس سره مبارزه فردي او ټولنیزو هڅو ته اړتیا لري.
حکومت په لاس کې شته امکاناتو نه په استفادې هڅه کوي، چې وضعیت بیړني حالت ته لاړ نشي او د ژوند سیستم فلج نشي، همدا رنګه ټول خلک د ځان او کورنۍ پر وړاندې مسؤل دي، د یوالي او پر روغتیایي لارښونو د عمل په صورت کې د دې ویروس نه د مخنیوي په برخه کې بریالي راوتلی شو.



د سولې پروسه حساس پړاو ته رسېدلې، خلک له جنګ او ورانیو ستړي شوي او په بیړني ډول د وینې توېدنې او تاوتریخوالي د کمېدو پلوي کوي.

موږ دې ارمان ته د رسېدو او د سولې پروسې د بریا لپاره له هیڅ هڅې او موقع دریغ نه کوو.
پدې پړاو کې د باعزته، عادلانه او سراسري سولې د ټنګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته تیار یو.

څنګه چې په سیاسي او د ټاکنو په پروسه کې د ملت د ارادې او غوښتنو د پوره کېدو په برخه کې ولاړ یو، همغسې به د سولې په پروسه کې هم د افغانانو مشروع او پر حقه غوښتنې تعقیب کړو.
د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د سیاسي قشر مسؤلیت دی، چې په راتلونکو بدلونونو کې د هېواد لویو ارزښتونو د ساتنې، ملي ګټو، لاسته راوړنو، اساسي قانون، د بیان ازادۍ، ازادې رسنۍ، مدني ټولنې، د ښځو ازادي او د لویو ټولنیزو لاسته راوړنو څخه ننګه او ملاتړ وکړي.

په اخر کې یوځل بیا د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته د نوي کال مبارکي وایم او هیله لرم، چې دا کال به په خیر او خوشحالۍ پیل او تیر شي.


د مطلب کود: 205827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205827/د-نوروز-او-۱۳۹۹-هجري-لمریز-کال-رارسېدو-په-پار-ټول-شموله-حکومت-مبارکۍ-پېغام

آوا
  https://www.avapress.com