دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 205833
د افغانستان سوېل کې له زابل رپوټونه وايي، چې نن سهار درې بجې د افغان پولیسو او پوځ پر پوسته په برید کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي دي. د زابل والي رحمت الله یارمل خبرو کې دا برید مني او وايي، شپږو نفوذي پولیسو دا برید کړی دی. د مالوماتو له مخې دغه پوځ کوټ د کندهار- کابل لويې لارې پر سر سپینه غبرګه (سیمه) کې پروت دی، چې له مرکز کلات ۱۰ کیلومتره واټن لري. د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي، برید د طالبانو د شپږو نفوذي پولیسو په مرسته تر سره شوی او وروسته له بهر نه هم وسلوال طالبان ورغلي دي.
ښاغلی حق بیان وایي، دغه برید کې ۱۰ پولیس او ۱۴ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، وسلوالو طالبانو هاموی ( زغر ګاډی) او نور مهمات له ځان سره وړي دي.
یو ویډیو کليپ چي د ځايي وسلوالو له خوا خپور شوی ثبتونکی کس وایي " دا د سپینې غبرګې پوسته ده، چې نن مو فتحه کړه"
په دغه ویډیو کې د دې پوځي مرکز کوټې ښکاري، چي اور پکې بل دی او پکې د افغان سرتیرو مړي هم پراته دي.
د ویډیو ثبتونکی وایي" په دې کوټه کي اور بل دی او د پولیسو مړي هم پکې سوځي ".
تر دې دمه وسلوالو طالبانو د دغه برید په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xwak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته