دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 205836
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له امله له لسو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شمېرو له مخې ټولټال ۲۵۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي چې وېل کېږي ۸۰ زره خلک ترې روغ شوي دي. د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد ايټاليا دی چې یوازې تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې ۶۲۷ کسان په کې مړه شوي له دې سره په ايټاليا کې د ټولو مړینو شمېر ۴۰۳۲ ته رسېږي.

په چين کې چېرته چې تېر کال د دغه وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوې وه، د يوې بلې نوې پېښې راپور هم ورکړل شوی دی. په دې هېواد کې له درې زرو زيات کسان د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
په انګلنډ او وېلېز کې له ۶۵ زره تقاعد شويو ډاکترانو او نرسانو غوښتل شوي چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره بيا کار پيل کړي. په بريتانيا کې ۳۲۶۹ کسان په دې وېروس اخته دي او ۱۷۷ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن په ننني خبري کنفرانس کې ويلي، چې د وبا د مخنيوي د ګامونو له مخې کولی شو چې د کورونا وېروس ختم کړو او له خلکو يې غوښتي چې کورونو کې پاتې شي.
په دې هېواد کې ښوونځي، رسټورانټونه، کاپي خونې او پبونه تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjtie8muqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته