دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 205883
د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي او باید عمرخوړلو خلکو سره د ناستې پاستې او راشه درشه له کبله هغوی له خطر سره مخ نه کړي. د دغه نړيوال سازمان په خبره، سمه ده چې د ډېر عمر لرونکي کسان تر نورو ډېر له دې خطر سره مخ دي، خو ځوانان هم ترې خوندي نه دي او باید خپل خونديتابه ته پام وکړي.

د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس ادانوم جېبرېسوس ویلي، دا اوس د ځوانانو په لاس کې ده چې څنګه د یو چا د مرګ او یا د ژوند سبب ګرځېدلی شي.
په ټوله نړۍ کې د کورونا (کوېد-۱۹) وېروس له کبله تر یوولس زرو ډېر کسان مړه شوي دي او په ټوله کې نژدې ۲۵۰ زره کسان پر دې وېروس اخته ښودل شوي.
د روغتیا نړيوال سازمان مشر دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د ځینو رپوټونو له مخې، په بېلا بېلو هېوادونو کې ځوانان د دې وېروس په مقابل کې دوی ته ورپېښ خطر بابېزه ګڼي، ځکه چې تر ډېره عمر خوړلي کسان ګواښي.
ښاغلي ټېډروس ویلي، ''زه ځوانانو ته یو پيغام لرم. تاسې خوندي نه یئ، دا وېروس تاسې د څو اوونیو لپاره روغتون ته رسولی شي، ان وژلی مو هم شي. که تاسې ناروغ هم نه شئ خو دا اوس ستاسې په لاس کې ده چې چېرې لاړ شئ ژوندي به پاتې شئ او چېرې باید لاړ نه شئ که نه نو مړه به شئ.''
د کورونا وېروس کوېد-۱۹ لومړۍ پېښه په تېر ديسمبر کې په چین کې ثبت شوه، خو اوس د دې وبا مرکز اروپا ښودل شوی.
 
https://avapress.com/vdcbwsb5frhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته