دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 205887
سږ کال په افغانستان کې د نوروز مراسم د کرونا ویروس تر سیورې لاندې د خلکو د ټولیز ګډون پرته ترسره شول. په مزار شریف کې د سخي جنډه د خلکو د حضور پرته پورته شوه او زیاترو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ولمانځه.

د کرونا ویروس د خپریدو ویرې په افغانستان کې د نوروز جشن پر لمانځلو او د ۱۳۹۹ لمریز کې پر پېل خپل سیورې غوړولی دی. په افغانستان کې هر کال د نوروز جشن د بیلابیلو پروګرامونو او پرتمنیو غونډو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
خلک معمولا نوروز زیارتونو او پارکونو ته په تلو، د سخې جنډې په پورته کولو، د ملي ورزشونو او د بزګر د میلې په ترسره کولو لمانځي. خو سږکال افغانان مجبوره شول چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې، نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو تر ثبتیدو وروسته حکومت د نورو وقایوي اقداماتو ترڅنګ د نوروز جشن مراسم لغوه کړل او له خلکو یې وغوښتل چې نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوروز په تړاو په خپل پیغام کې له خلکو وغوښتول چې نوروز د غونډو پرته ولمانځي. هغه وویل چې کیدای شي نوروز د یوه نیالګي په کینولو او یا هم د یوې سیمې په پاکولو سره ولمانځل شي.
په روضه کې جنډه د شپې پورته کړل شوه
په بلخ ولایت کې به هر کال د ټول افغانستان څخه په زرونو کسان او ځیني بهرني میلمانه راټولیدل او د یو لړ دودیزو مراسم په ترڅ کې به د سخي جنډه پورته کیده.
د کرونا ویروس د خپریدو او د نوروز د مراسمو تر لغوه کیدو وروسته، خلکو د تیرو کلونو په څیر بلخ ته سفر و نه کړ او سږ کال د سخي جنډه د خلکو د حضور پرته پورته کړل شوه.
د بلخ ځایي چارواکي وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې د جنډې د پورته کولو ګډ مراسم لغوه شول او جنډه د شپې په نیمایي کې په پټه توګه د زیارت د څو ساتونکو له لوري پورته کړل شوه.
 
https://avapress.com/vdcfctd0ew6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته