کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپیو: د غني او عبدالله ناکامي د امریکا ګټو ته مخامخ ګواښ دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1399 ساعت 9:38

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې د " امریکا ملي ګټو ته مخامخ ګواښ" ګڼلی او افغانستان سره یې د خپل هیواد د مرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه د دوشنبې په ورځ د (وري څلورمه) په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمیپو د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله سره د جلا جلا او کډو کتنو وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمیپو ته ویلي چې تراوسه د یو داسې ټول شموله حکومت په جوړیدو چې د حکومتوالۍ، سولې او امنیتي ګواښونو د هوارولو توان ولري نه دي بریالي شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیپو د دوشنبې په ورځ د مارچ ۲۳ (وري څلورمه) په نا اعلان شوي سفر کابل تللی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې"دغې ناکامۍ د امریکا او افغانستان اړیکو ته زیان رسولی او متاسفانه چې دا افغانانو، امریکایانو او د هغوی ائتلافي شریکانو ته سپکاوی دی چې ځانونه او خپله سرمایه یې په هغه هیواد کې د یوې نوې راتلوونکي د جوړولو لپاره قربان کړي دي".
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د افغانستان تیر لمریز کال د تلې د میاشتې د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته چې په ترڅ کې یې ښاغلی غني ګټوونکی اعلان شو، ښاغلي عبدالله د پایلو اعلان تقلوبي وګڼه او ويې نه منه.
ښاغلي عبدالله هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې د پورته کولو په ورځ هم ځان ته د افغانستان د ټول شموله حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سر د همدې نیټې افغانستان سره پر خپلو اړیکو له سره بیا غور کوي او د خپلو نورو اقداماتو ترڅنګ په روان میلادي کال کې تر یو ملیارد ډالرو پورې خپلې مرستې کموي.
همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چمتو دی چې بل میلادي کال ۲۰۲۱ کې هم یو ملیارد ډاره مرستې کمي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې افغانستان لپاره د امریکا د ټولو پروګرامونو او پروژو بیا کتنې ته هم اشاره شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي:" د افغانستان مشرتابه ته مو څرګنده کړه چې امنیتي عملیات چې سیاسي انګیزه ولري مونږ یې ملاتړ نه کوو او نه هم د هغو سیاسي مشرانو څخه ملاتړ کوو چې د دغسې عملیاتو امر یې ورکړي او همداشان نه له هغو څخه چې د موازي حکومت څخه ملاتړ کوي".


د مطلب کود: 206020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206020/پمپیو-د-غني-او-عبدالله-ناکامي-امریکا-ګټو-ته-مخامخ-ګواښ-دی

آوا
  https://www.avapress.com