دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 206031
مایک پمپیو کې قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون دوشنبه کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

ښاغلي پمپیو خبریالانو ته ویلي چې قطر ته یې د سفر په ترڅ کې خپل تمې په ښکاره ډول له ملا برادر او د هغه له ټېم سره شریکې کړې.
نوموړي ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په ګدون ټول ښکېل اړخونه د افغانستان د قضیې په اړه مسؤلیتونه او مکلفیتونه لري چې باید تر سره یې کړي:"هغوی ته مو خپل توقعات واضح کړل،طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دي او تر دا مهاله یې په دې اړه زیات څه کړي دي او د مذاکراتو لپاره د خپل ټېم پر جوړلو هم زیات کار کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان سولې ته د امریکا د ژمنتیا په اړه هم ویلي:"موږ هغه ژمنې چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره مو کړي دي ولاړ یو... له خپلو ژمنو سره سم مخته ځو، د ټولو ۲۹ هیوادونو په ګډون غوڅ ملاتړ خپل حضور کموي، موږ ژمنه کړې په ۱۳۵ و رځو کې خپل سرتیري کم کړو، تر څو چې د تاوتریخوالي کمول پای ته ورسول شي،موږ د خپلو ژمنو عملو کولو ته دوام ورکوو."
پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې ملا عبدالغني برادر له مایک پمپیو سره د سولې تړون پر لا ښه تطبیق او د بندیانو خلاصولو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx-niz23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته