د ننګرهار ولايت په چپرهار او شينوارو ولسواليو کې د ملي امنيت رياست له لوري د وسله والو مخالفينو له پټنځايونو څخه ګڼ شمېر مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول.
ننګرهار کې ګڼ شمېر مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1399 ساعت 11:25
د ننګرهار ولايت په چپرهار او شينوارو ولسواليو کې د ملي امنيت رياست له لوري د وسله والو مخالفينو له پټنځايونو څخه ګڼ شمېر مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول.
د معلوماتو له مخې د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له يو پټنځای څخه ۱۶۰۰ فيره د پيکا، ۷۴۰ د کلاشنکوف، او يولس فيره د راکټ اندازه مرمۍ ترلاسه شوي دي.
همدا راز په ورته وخت کې د ملي امنيت منسوبينو له لوري د شينوارو په ګولايي سيمه کې د وسله والو مخالفينو له يو بل پټنځای څخه درې پايې ايکم مخابرې، يو افګن بم، دوه بکسې د پيکا مرمۍ، ۱۲۷۰ فيره د کلانشکوف مرمۍ، يو مقناطيسي ماين، اووه د هاوان سرګلولې، د خود ساخته ماينونو اووه پټاقۍ، درې ريموټ کنتروله، پنځه حلقې خود ساخته ماينونه، شل کیلو ګرامه چاوديدونکي توکي او نور بېلابېل ډوله مواد نيول شوي دي.
د مطلب کود: 206037