کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیروز: ښايي ۱۶میلیونه افغانان په کرونا ویروس اخته او ۱۱۰زره مړه شي

5 حمل 1399 ساعت 15:12

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي که خلک روغتیاي لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي ښايي د افغانستان د نفوس نیمه برخه په کرونا ویروس اخته شي.



ښاغلي فیروز نن سه شنبه مارچ۲۴ (وري پنځمه) په یوې خبري ناستې کې وویل چې اوس مهال د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۲ پېښې ثبتې شوي دي.
هغه وویل په راتلونکو اونیو کې به د کرونا ویروس مثتې پېښې ډېرې شي او د خلکو د همکارۍ نه کول به دغه پېښې څو برابره ډېرې کړي.
هغه زیاته کړه:"ګواښونکی دی، خو خلک باید په دې پوه شي تر څو خپل جدیت ډېر شي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان وګړو کې به له ۸۰ سلنه ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شي. کله چې موږ محاسبه کوو ښايي ۱۶ میلیونه افغانان په دې ویروس اخته شي."
د ښاغلي فیروز په وینا په ۱۶ میلونو اخته کسانو کې به ۷۰۰۰۰۰ کسان روغتون ته اړتیا ولري او په دې کې بیا ۲۰۱۰۰۰ زره کسان به جدي پاملرنې ته اړمن وي.
په همدې حال کې په پام کې ده چې هرات ولایت کې ګرځ بندیز حالت عملي شي.
د عامې روغتیا وزیر وویل په دې اړه کړنلاره په بشپړېدو ده او ژر تر ژره به عملي شي.
پر همدې مهال د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریس د کرونا ویروس د خورېدو له امله په ټولې نړۍ کې د جګړو درېدولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی ګوتریس نن سه شنبه مارچ۲۴(وري پنځمه) په خپل ټویټر پاڼې کې د یوې ویډیو په خپرولو ویلي چې نړۍ کې جګړې پراخې شوي او ماشومان، ښځې، بېځایه شوي او معلولیت لرونکي کسان د دې وضعیت قربانیان دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي چې یاد قربانیان د کرونا په ویروس باندې د اخته کېدو خطر سره مخامخ دي.
ښاغلي ګوتیریس وویل: "نن زه د نړۍ په هرې برخې کې د جګړې د درولو غوښتنه کوم. د دې وخت دی چې شخرې پرېږدو او یو ځای د ګډ دوښمن (کرونا ویروس) باندې تمرکز وکړو. ښکېلو خواوو ته وایم د وسلو کارول پرېږدئ او هوايي بمباردونه ودروئ."
د هغه په وینا په جنګ ځپلو هېوادونو کې "صحي سیستونه دړې وړې شوي، روغتیايي پوهان د ګوتو په شمېر پاتې او د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي."
وروستي ارقام ښيي چې ټولې نړۍ کې ۳۳۴ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۴ زره کسان یې وژلي دي.
د دې ویروس د خورېدو له امله د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د قرنطین په حالت کې دي.
 


د مطلب کود: 206062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206062/فیروز-ښايي-۱۶میلیونه-افغانان-په-کرونا-ویروس-اخته-او-۱۱۰زره-مړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com