دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 206138
د کابل پر درمسال برید د ۲۵ ملکیانو تر وژل کیدو وروسته پای ته ورسید
کابل کې د سیک مذهبو پر عبادت ځای (درمسال) د یوه ترهګریز برید په پایله کې ۲۵ تنه ملکیان ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس، یوه وسله وال کس نن چهاشنبې سهار د کابل شوربازار سیمه کې یوه درمسال ته ورننوت او پر عبادت کوونکو یې برید وکړ.
دغه پيښه داسې مهال کې وشوه چې د سیک مذهبو افغانانو درمسال کې پر عبادت بوخت وو.
د پولیسو ځانګړو ځواکونو تر برید وروسته سیمې ته ورسیدل او د څو ساعتونو لپاره یې برید کوونکي سره نښته وکړه.
په دې برید کې ۸ نور کسان ټپیان شوي هم دي، خو امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې په درمسال کې ۸۰ عبادت کوونکي چې ښځې او ماشومان هم پکې، و روغ رمټ وباسي.
کورنیو چارو وزارت وایی ترهګر هیڅ انساني او اسلامي ارزښت ته درناوی نه لري او په کراتو یې پر مقدسو ځایونو برید کړی دی.
طالبانو د دغه برید مسوولیت له منلو ډډه کړې، خو داعش وسله والو ویلي برید د دوی له لوري شوی دی.
بله خوا، د حکومت یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل د دوی موندنې ښيي چې دا برید حقاني شبکې کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvd0cw6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته