کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کي له چاوديدونکو موادو ډک موټر موخي ته تر رسيدو مخکي ونيول شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حمل 1399 ساعت 9:41


ﺯړورو افغان امنيتي ځواکونو تيره ورځ د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ اړوندو کي له چاوديدونکو موادو څخه ډک ډينا ډوله موټر چي تروريستانو غوښتل غزني ښار ته انتقال او د موادو پر مټ يي تروريستي بريد ترسره کړي ونيو.
له دغه موټر څخه 162 بورۍ اونيم نايتريت، د ماينونو 39 ريموټ کنټرولونه، د چاوديدونکو موادو 2500 پټاقۍ، 150 متره ثانيه سوﺯ لين او نور مواد ترلاسه شوي.
د دغه موټر بم په نيولو سره د لسګونه کسانو ژوند وژغورل شو او په غزني کي د يوي لويي فاجعي مخه ونيول شوه.
افغان امنيتي سرتيري شپه او ورځ بيداره دي او هڅه کوي څو د تروريستانو د هر ډول تروريستي او خونړي عمل مخنيوى وکړي.


د مطلب کود: 206181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206181/غزني-کي-له-چاوديدونکو-موادو-ډک-موټر-موخي-ته-تر-رسيدو-مخکي-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com