د افغانستان د یو شمېر ولایتونو چارواکو اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به په دې ولایتونو کې د عادي ژوند پر ځینو برخو او کاروبارونو بندیز لګول کېږي، او یوازې د ورځني ژوند لپاره اړین ځایونه به پرانیستي وي.
کورونا وېروس: د افغانستان ګڼو ولایتونو کې بندیزونه لګول کېږي
7 حمل 1399 ساعت 18:58
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو چارواکو اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به په دې ولایتونو کې د عادي ژوند پر ځینو برخو او کاروبارونو بندیز لګول کېږي، او یوازې د ورځني ژوند لپاره اړین ځایونه به پرانیستي وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، که د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي، نو په دې ښارونو کې به ګرځبندیز اعلان کړي.
دې وزارت تېره ورځ په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې په ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کورونا د وېروس د مخنيوي کمېټې جوړې شوې دي او پرېکړې یې کړي چې په بازارونو کې به له خوراکي توکو پرته نور د هرڅه فعالیت بندوي.
د مطلب کود: 206239