دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 206240
د افغانستان پخوانی اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، چې مخکښې څېرې دې د روان سیاسي بندون د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره مشران په ملي کچه ښکېل شي په لسو ورځو کې به دا مشکل اوار کړي:
"د افغانستان ولس ته د خپلو ولسي ګټو په لار کې یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروم، د افغانستان ولس له ملاتړ مننه کوم زما وړاندیز د ادی چې د هېواد مشرانو چې په ملي کچه کوم ګام پورته کړی که نور درې څلور پنځه ملي شخصیتونه دې بهیر ته ور ګډ شي او خپلو هڅو ته دوام ور کړي، یو لس ورځې وخت ور کړو، ترڅو هغه ګامونه چې د خلکو د تشویش او د او مشکلاتو سبب کېږي مخه یې ونیول شي - او دې لسو ورځو کې زه ډاډ در کوم څه چې زموږ له لاسه کېږي- چې د خلکو استازي کوو- ترې درېغ به یې نه کړو چې دې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي."
 
https://avapress.com/vdcjxme8yuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته