کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو افغانستان او ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

7 حمل 1399 ساعت 19:02

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې په دې هېواد کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې تاوتریخوالی نور هم کم کړي او اوربند ته کار وکړي.


یوناما دا غوښتنه داسې مهال کوي چې روانه میاشت په افغان کړکیچ کې د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کیدو پېښې زیاتې شوي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش دا غوښتنه د نړېوال اوربند لپاره کړې او وایي، په دې سره به ټول پام د کوویډ-۱۹ یا کورونا وېروس ساري ناروغۍ سره مبارزې ته واوړي.
نوموړي دا ویروس د ټولو افغانانو لپاره جدي ګواښ بللی.
 


د مطلب کود: 206242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206242/ملګرو-ملتونو-افغانستان-او-ټوله-نړۍ-کې-د-اوربند-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com