دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 206246
له هغه وروسته چې په هرات کي د کرونا مثبتي پيښي زیاتې شوې نن په هرات ښار کي د ورځي پر ګرځیدو بنډیز ولګول شو، پولیسو ښار ته د خلګو د تګ راتګ او یوځای را ټولیدو باندي سخت محدودیتونه وضعه کړل.

په دې ولایت کي دولتي ادارې بندي شوې او یواځي هغه هټي او نانوایاني خلاصي وي چې خلګو ته یې خوراکي توکي برابرول، خو دا کار د یوشمیر کسانو د غبرګون سره مخ شوو.
په افغانستان کي د کرونا مثبتي پیښي ۷۵ ته ورسیدلې او نن یوه ۴۵ کنه میرمن په هرات کي د کرونا له امله مړه شوه. په هرات کي د ورځي پر ګرځیدو کلک بنډیز ولګول شوو خو د بلې خواه له ایران څخه لاهم هره ورځ زرګونه افغانان د اسلام کلا له لاري هرات ته راځي.
نن د هرات ښار د کورنا د نه خپریدو په موخه ۹۵ سلنه تړلې وو، پولیسو په جدي ډول په ښار کي د خلګو د تګ راتګ مخنیوی کاوه، خو یوشمیر کسانو کلک انتقادونه وکړل. هغوی وايي چي د اسلام کلا بندر دې وتړل شې روغتون دي جوړ شې نه دا چي ښار تړل کیږې او پر خلکو محدودیت وضعه کیږې دا محدودیت زموږ د غریب ولس سره نه ښايي.
د لویدیځ د علماوو شورا مشر مولوي خدایداد صالح وايي، اول دې حکومت خلګو ته ډوډې پیدا کړې چې له لوږي مړه نشې بیا دې ښار قرنطین کړي: »تاسو فکر وکړې هغه څوک چې کراچۍ لري هغه چې ښار ته را ونه وځي څه وخوري دا یې حل لار نه ده، باید وقایوي تدابیر ډیر شې خلګ په هرات کي له لوږي او فقر سره مخامخ دي حکومت یې بازار ته نه پریږدي.«
بله خوا د هرات ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشیمي نیوکه کوي چې په هرات کي روغتیاېې توکي نشته درمل نه دې را رسیدلي خلګو ته هیڅ راز خدمات نه وړاندې کیږې خلګ له لوږي سره مخ کیږې د پولیسو محدودیت خپل یوه ناورین ته لاره هواره کړي.
د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايي، موږ تدابیر لرو، خو د خپلو امکاناتو په اندازه او د ده په خبره: »موږ دا منو چې د روغتیاېې توکیو له کمښت سره مخ يوو، په ټوله نړۍ کې دا مشکل سته، یوازي هرات نه دی خو بیله دي چې خلګ له کورونو را نه وځي بله چاره نه شته.«
نن په هرات ښار کي دولتي ادارې بندي مارکیټونه تړل شوې او یوازي یوشمیر د خوراکي توکیو هټیو ته د پرانستل کیدو اجازه ورکړل شوې وه، خو له کلک بنډیز سره سره یوشمیر بیوزله کسان بازار ته د توکیو د پلور له پاره را وتلي ول.
 
https://avapress.com/vdcfjvd0vw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته