د نړۍ په کچه په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې سویلي اروپا د دې وېروس مرکز دی، او د ایټالیا او اسپانیې هېوادونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په ځینو هېوادونو کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس له کبله مري.
د بریتانیا حکومت ویلي چې پنجشنبه په لومړي ځل په یوه ورځ کې له ۱۰۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.
په ټوله بریتانیا کې تر دې دمه کورونا وېروس د ۵۷۸ کسان ژوند اخیستی دی.
ایټالیا کې لا هم وضعیت ترینګلی دی او د پجنشنبې پر ورځ په ۷۱۲ نور کسان هم د کورونا وېروس له کبله مړه شول.
په دې هېواد کې اوس د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۸۱۶۵ تنو ته رسېدلی دی.
په تېرو څو ورځو کې ایټالیا کې د تازه مثبتو پېښو شمېر په کمېدو و، خو اوس یو ځل بیا پکې ډېروالی راغلی.
په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴ زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې ټولټال څه باندې ۵۶ زره کسان په کورنا وېروس اخته دي.
د اسپانیې پارلمان اعلان کړی چې هېواد کې روان بېړنی حالت به د اپرېل میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.