دخپریدو نیټه :جمعه ۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 206257
د اشرف غني د حکومت اړوند د سولې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی اعلان کړی دی.
د سولې لپاره د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پر خپل ټویټر پاڼه دغه خبرپاڼه نشر کړې او ویلي يې دي چې دغه پلاوی « له ډېر غور او له ټولو اړخونو او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی».
د نوموړي په وینا ددغه پلاوي دنده به د سولې په خبرو اترو کې «د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وي».
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له قوله په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې پروسې د مخته وړلو او تصمیم نیولو د ټولو مېکانېزمونو د مدېریت په برخه کې د افغانستان اسلامي‌ جمهوریت له خوا ټولې آسانتیاوې برابروي او اړوندې اجرايي چارې به په مسوولانه توګه پرمخ یوسي».
په خبرپاڼه کې لاندي کسان د مرکچي پلاوي په توګه معرفي شوي:
1.محترم معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کې
2.محترمه فاطمه گیلانی
3.محترم نادر نادری
4.محترم عبدالمتین بیک
5.محترمه فوزیه کوفی
6.محترم ضرار احمد مقبل
7.محترم عبدالهادی ارغندیوال
8.محترم محمد رسول طالب
9.محترمه حبیبه سرابی
10.محترم داکتر غیرت بهیر
11.محترم محمد حفیظ منصور
12.محترم غلام فاروق مجروح
13.محترم مولوی عنایت الله بلیغ
14.محترم باتور دوستم
15.محترم کلیم الله نقیبی
16.محترم محمد ناطقی
17.محترم جنرال ایوب انصاری
18.محترمه شهلا فرید
19.محترمه شریفه زرمتی
20.محترم خالد نور
21.محترم داکتر امین احمدی
باید وویل شي چې تيره ورځ هم ورته یو لست خپور شوی وو، چې شل کسان په کښي کي وه، خو وروسته د سولې وزارت له لوري هغه لست رد شوی وو او نن د لږ بدلون سره رسما یو ځل بیا نشر شو.

 
https://avapress.com/vdchm-niq23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته