دخپریدو نیټه :جمعه ۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 206259
سياسي ګوندونه د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت له لوري اعلان شوی ليست ټول شموله نه بولي او وايي، دا پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتيا نه لري. سياسي ګوندونه وايي، حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د چمتو شوي نوملړ په اړه له دوی سره مشوره نه ده کړې او ټاکل شوې، چې د سياسي ګوندونو مشران په راتلونکو ورځو کې په دې اړه په خبري غونډه کې خپل دريځ روښانه کړي.
حکومت له طالبانو سره د بين الافغاني خبرو په موخه د ملي امنيت د پخواني رئيس معصوم ستانکزي په مشرۍ شل کسيز پلاوی ټاکلی دی.
د جمعيت اسلامي رهبري غړي محمد اسماعيل خان ويلي، د حکومت له لوري، چې کوم پلاوی ټاکل شوی، يا يې ژوند له هېواده بهر تېر کړی، يا هم د تېر انقلاب پر مهال لا پيدا شوي نه وو او د انقلابونو لوړې ژورې يې نه دي ليدلي.
ښاغلي اسماعيل خان زياته کړې: «زه په دې باور يم، که دا پلاوی د طالبانو مخته کيني، له خپلې داعيې د دفاع روحيه به هم ونه لري.»
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي حفیظ الرحمن نقي هم ويلي، کوم پلاوی، چې د حکومت له لوري اعلان شوی، په هېڅ صورت د سیاسي ګوندونو او سياسي څېرو استازولي نه شي کولی.
په عين حال کې د عبدالله عبدالله مرستيال وياند اميد ميثم هم ويلي، دا لیست تر اوسه نهايي شوی نه دی او دوی هڅه کوي، چې د حکومت له لوري جامع او هر اړخيز لیست د بین الافغاني خبرو لپاره اعلان کړي.
د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق وايي: «هغه نوملړ، چې د ثبات او همپالنې ټيم مشرانو ته د منلو وړ وي، ملي جنبش ته هم هغه نوملړ د منلو دی.»
د حکومت له لوري په خپاره شوي نوملړ کې د معصوم ستانکزي سربېره د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د عطاء محمد نور زوی خالد نور، زینب موحد، حبیبه سرابي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، ضرار احمد مقبل او غیرت بهیر نومونه شامل دي.
د حکومت منتقدين وايي، دا پلاوی له طالبانو سره د خبرو جرئت او د بحث وړتيا نه لري.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې ملګري احمدالله عليزي هم ويلي، په راتلونکو ورځو کې به د خبري غونډې پر مهال دوی خپل دريځ روښانه کړي، چې دا نوملړ دوی ته د منلو وړ دی او که د بدلون غوښتنه به وکړي.

 
https://avapress.com/vdcjime8huqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته