دخپریدو نیټه :جمعه ۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 206264
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کښې د اورنبد د اجرايي کیدو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د آیډیا ملاتړ وکړ.
د ایران خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په ټولو جنګونو کښې د نړیوال اوربند د اعلانولو او له کرونا وایرس سره د مبارزې د پیلولو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي انټونیو ګوتریش د وړاندیز په ملاتړ سره وویل: ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب او هم داشان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانستاني کډوالو د شتون په وجه د افغانستان له موجوده حالاتو ترټولو زیات شناخت او خبرتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د سراسري اوربند په منلو کښې په خپلې باتورانه پریکړې او له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د یو خوندي چاپیریال په برابرولو سره، د افغانستان په تاریخ کښې یو نوی باب پرانزي.
https://avapress.com/vdcfvvd0jw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته