ايټالیا اوس د نړۍ په کچه تر ټولو کرونا ځپلی هېواد دی، چې تر نهه زرو ډېر کسان پکې د کرونا ویروس له وجې مړه شوي دي.
که څه هم ايټالیا کې یو شمېر جدي او اړین تدابیر د خلکو او حکومت لخوا نیول شوي، او خلک پرته له اړتیا له خپلو مېنو څخه نه وځي، خو بیا هم کرونا ویروس یې دومره ټولنه کې خپور شوی چې ده هرې ورځې په تېرېدو سره دغه هېواد کې د مثبتو پېښې خورا ډېروالی راځي.
ټوله ایټالیا کې ۸۶ زره او ۵۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې ډلې ۹ زره او ۱۳۴ کسان مړ شوي دي.
ايټالیا حکومت هڅه کوي چې د دغې تراژيدۍ مخه ژر تر ژره ونیسي، خو لاهم پاتې راغلی او ده هرې ورځې په تېرېدو سره دغه هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر ډېرېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)