دا ورځپاڼه د څو ولسي او پوځي چارواکو له خولې رپوټوي چې سپینه ماڼۍ کې د مارچ پر ۱۹ په یوه غونډه کې ډونلډ ټرمپ د دا ډول عملیاتو لپاره اجازه صادره نه کړه، خو پنټګان ته یې اجازه ور کړه چې د داسې عملیاتو لپاره نخشه جوړه کړي.
خو نیویارک ټایمز زیاتوي، په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان رابرټ پي. رایټ چې کله دا ډول عملیاتو ته د نخشې جوړولو امر ترلاسه کړ، نو تېره اونۍ یې یوه لیک کې واشنګټن ته خبرداری ور کړ چې دا پلان ممکن له ایران سره د بشپړې جګړې سبب شي او همدارنګه د لوجسټیک له مخې امریکا د همدې موخې لپاره عراق ته باید څو زره نور سرتېري واستوي.
پر دې سربېره جنرال رایټ دا هم ویلي چې دا عملیات په عراق کې د پاتې امریکايي ځواکونو له دندې سره په ټکر کې دي چې د داعش بشپړ له منځه وړلو او د عراقي ځواکونو د روزلد مسوولیت لري.
نیویارک ټایمز له دې مخکې یوه رپوټ کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت نوی سلاکار رابرټ اوبراین- چې د جان بولټن ځایناستی دی- په عراق کې پر امریکايي ځواکونو له وروستي برید وروسته- چې دوه امریکايي پوځیان هم پکې ووژل شول- په دغه هېواد کې د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو پرضد د سخت او غلیمانه غبرګون ملاتړ کوي.