د راپورونو له مخې له دې سره په ټول هېواد کې ۱۰۶ کسان په دې وېروس اخته دي او درې ترې مړه شوي دي.
د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي هېواد ايټاليا کې یوازې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۹۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دې مهاله له ۸۰ زرو زيات کسان په دې وېروس اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ايټاليا د روغتيا ملي ادارې مشر سيلويوو بروسافرو ويلي وو چې د ''کورونا وېروس د تازه پېښو شمېر مخ په کمېدو دی او دا ښيي چې جدي ګامونه کار ورکوي''.
په اروپا کې له ايټاليا وروسته کورونا وېروس اسپانيا ډېره ځپلې ده، په دې هېواد کې دغه وېروس په چټکۍ سره نژدې پنځه زره کسان مړه کړي دي او ټول ۶۴ زره کسان پرې اخته دي.
يوازې په تېره يوه ورځ او شپه کې ۷۶۹ کسانو په اسپانيا کې د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې دا په دې هېواد کې په يوه ورځ کې د مړينې تر ټولو لوړه شمېره ده.