کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا کې د کورونا نیولیو شمېر له یو لکو پورته شو

9 حمل 1399 ساعت 11:51



د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحده ایالتونو کې د کورونا نیولیو کسانو شمېر یو لک او څلور زرو کسانو ته ورسېد. تر اوسه نږدې ۱۷ سوه امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.
د جمعې په ورځ له بل هر هېواد په امریکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ډېر شمېر ثبت شوی دی.
وروستیو ورځو کې امریکا کې پر کورونا د اخته کېدو شمېر خورا زیات شوی دی او تراوسه نږدې پنځه لکه یا نیم میلیون کسان معاینه شوي دي.
نیوکګر یا منتقدان وايي، د کورونا معاینو په برابرولو کې ځنډ او لومړیو ورځو کې ورو کار د دې سبب شو چې دا معاینې ډېر په ځنډ امریکا کې پیل شي.
 


د مطلب کود: 206299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206299/امریکا-کې-د-کورونا-نیولیو-شمېر-له-یو-لکو-پورته-شو

آوا
  https://www.avapress.com