کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت د تدریسي، اداری او خدماتي څانګو د ټولو کارکوونکو د وري د میاشتې معاشونه د رخصتیو په موده کې ورکول کیږي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 حمل 1399 ساعت 12:41

د کابل ښار، کابل ولایت او هرات ولایت په ګډون د ټولو ولایتونو د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې د رخصتیو مودې معاشونه د ورکړې وړ دي.


پوهنې وزارت د تدریسي، اداري او خدماتي څانګو ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د پوهنې وزارت مالي څانګې په هر ډول شرایطو کې د خدمت کولو لپاره چمتو دي او د هغوي معاشونه به د پخوا په څير ورکول شي.
پوهنې وزارت د اوسني حالت په درک کولو سره ژمنه کوي  چې د کویدــ ۱۹ ویرویس د خپریدو له ویرې د رخصتیو له امله به د یاد وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د وري د میاشتې معاشونه به له ځنډ پرته ورکول شي
د اداري، تدریسي او خدماتي کارکوونکو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې معاشونه د کار لاندې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د یاد وزارت د کارکوونکو بانکي حسابونو ته د هغو د لیږد پروسه پیل شي.


د مطلب کود: 206305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206305/د-پوهنې-وزارت-تدریسي-اداری-او-خدماتي-څانګو-ټولو-کارکوونکو-وري-میاشتې-معاشونه-رخصتیو-په-موده-کې-ورکول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com