دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 206305
د پوهنې وزارت د تدریسي، اداری او خدماتي څانګو د ټولو کارکوونکو د وري د میاشتې معاشونه د رخصتیو په موده کې ورکول کیږي.
د کابل ښار، کابل ولایت او هرات ولایت په ګډون د ټولو ولایتونو د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې د رخصتیو مودې معاشونه د ورکړې وړ دي.
پوهنې وزارت د تدریسي، اداري او خدماتي څانګو ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د پوهنې وزارت مالي څانګې په هر ډول شرایطو کې د خدمت کولو لپاره چمتو دي او د هغوي معاشونه به د پخوا په څير ورکول شي.
پوهنې وزارت د اوسني حالت په درک کولو سره ژمنه کوي  چې د کویدــ ۱۹ ویرویس د خپریدو له ویرې د رخصتیو له امله به د یاد وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د وري د میاشتې معاشونه به له ځنډ پرته ورکول شي
د اداري، تدریسي او خدماتي کارکوونکو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې معاشونه د کار لاندې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د یاد وزارت د کارکوونکو بانکي حسابونو ته د هغو د لیږد پروسه پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg0b5srhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته