دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 206316
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد د کرونا ویروس ۱۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.
د دې ورازت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل، د دې ثبت شویو پېښو ۱۱ یې په هرات ۳ یې په فراه او یوه یې په غزني ولایتونو کې ثبت شوي.
د ښاغلي مایار په خبره، په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېده.
هغه زیاته کړه: "د مثبتو پېښو د زیاتېدو سره د خوښۍ خبر دا دی چې په تر دا مهاله په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې پنځه یې بېرته خپله روغتیا تر لاسه کړې او خپلو کرونو ته لېږدول شوي."
هغه وویل، په دولتي روغتونونو او کلینیکونو کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو څخه وروسته له دې فیس نه اخېستل کېږي او دغه اقدام سر له سبا د تطبیق وړ دی.
نوموړي یو ځل بیا په ټینګار سره له تول افغانانو غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
https://avapress.com/vdcdf90x9yt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته