کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون بهیر کې بیا خنډ رامنځته شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 حمل 1399 ساعت 14:20

ټاکل شوې وه نن شنبه د وري میاشتې ۹ مه نېټه یو شمېر طالب چارواکي په لومړي ځل کابل ته راشي، او دلته بګرام زندان کې د افغان حکومت او طالبانو د هوکړې سره سم د خپلو یو شمېر بندیانو د خلاصون بهیر له نږدې وڅاري.
اوس افغان حکومت وايي، چې کابل ته د طالب پلاوي راتګ ځنډول شوی، او طالبانو باندې یې نیوکه کړې چې د افغانانو پر یرغملېدو یې لاس پورې کړی دی.


د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل ویلي، کابل ته د طالب پلاوي راتګ ځنډول شوی دی، نوموړي پر طالبانو نیوکه کړې چې اوربند سره مخالف دي، او پر ځای يي د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
هغه ویلي چې د بندیانو خلاصون یو پېچلې او تخنیکي پروسه ده، چې د طالبانو له لوري دا ډول کړنې یې له سبوتاج سره مخوي.
تېره اونۍ افغان حکومت او طالبانو دوه ځلې د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خلاصون په اړه څو ساعته خبرې وکړې، چې ظاهرا دواړو لوړیو دې برخه کې خپله خوشبیني وښوده.
افغان حکومت له طالبانو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې یو شمېر طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د خلاصون په اړه لاهم جدي اختلافات شتون لري.
طالبان ټینګار کوي چې افغان حکومت یې باید هغه پنځه زره بندیان آزاد کړي چې دوي یې نوملړ امریکا ته سپارلی، خو افغان حکومت بیا وايي چې په مشروط  ډول د طالب بندیانو عمر، روغتیايي حالت او د بند مودې ته په کتو به خوشې کړل شي.
له دې  سره سم دوه ورځي وړاندې افغان حکومت طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوی اعلان کړ، چې مشري د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په غاړه ده.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت لخوا د اعلان شوي مرکچي پلاوي څخه هرکلی کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد د افغان حکومت له اړخه ټاکل شوی پلاوی ټولشموله یاد کړی، او ویلي چې دا د افغان ولس رښتونی انځور دی چې ښځو ته پکې هم رغنده ونډه ورکړل شوې ده.


د مطلب کود: 206317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206317/د-افغان-حکومت-او-طالبانو-ترمنځ-بندیانو-خلاصون-بهیر-کې-بیا-خنډ-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com