کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ په خاطر ځیني مهم تصمامیم ونیول .

9 حمل 1399 ساعت 16:49

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د هیواد د علمي‌ شورا لخوا نیول شوي نوي‌ تصامیم اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې پدې باور او اعتقاد چې هیڅ مصیبت زمونږ د طاقت او توان نه لوی ندی د کرونا ویروس پر خلاف د خپل ملت سره په ګډه توګه د قوي‌ ارادې سره مبارزې ته دوام ورکوو. هغه د ملت د روغتیا، امنیت، ثبات او روښانه راتلوونکي‌ په خاطر نیول شوي‌ تدابیر په ماده وار ډول سره اعلان کړل.



ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د علمي‌ شورا د تصامیمو له مخې  د دولتي‌ اداراتو په څیر په خصوصي‌ اداراتو کې به هم پرسونل د کور نه په کار کولو پیل وکړي. البته چې پدې برخه کې ځینې استثنا‌ءګانې وجود لري.
ښاري‌ بسونه کې به  د روغتیايي مصافې په نظر کې نیولو سره مساپر انتقالیږي.
د خالي‌ او یکشنبې په ورځو کې به ټول تفریحي‌ پارکونه، ځنګلونه او د بنډار او میلو ځایونه تړلي‌ وي. همداشان د اونۍ په منځ کې هم پدې سیمو کې  په ډله ایزه توګه ناستې ولاړو ته اجازه نه ورکول کیږي.
د مارچ د ۲۷ مې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره ټول بهرني‌ پروازونه وځنډول شو.
همداشان د ولایتونو ترمنځه په سفر محدویت لګول شوی دی. ددینه وروسته که چیرې هر څوک د یو ولایت نه بل ولایت ته سفر کوي‌ باید د والي د دفتر نه اجازه واخلي.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله په ډیره لنډه موده کې د ډیر کم ضایعاتو سره به ددې بحران نه پخیر سره وځو. زمونږ په مخکې ډیر روښانه راتلوونکی شتون لري. ترکیه ددې ناروغۍ د لمنځه وړو قدرت او امکاناتو نه برښمنده ده. زه پوره باور لرم چې زمونږ ملت به دا تدابیر په ډیره ښه توګه عملي کړي.
 


د مطلب کود: 206320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206320/ترکیې-د-کرونا-ویروس-خپریدو-مخنیوي-په-خاطر-ځیني-مهم-تصمامیم-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com