دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 206342
ملګري ملتونه: که مو کرونا ته ماتې ورنکړه، کرونا به موږ ټول مات کړي
د ملګرو ملتونو عمومي‌منشي انتوني ګوتیرز د نړۍ په هېوادونو غږ کړی دی چې د کرونا سره په مبارزه کې ګډ کار وکړي.
ښاغلي ګوتیرز وویل که ګډه مبارزه ونشي "کرونا به موږ ټول مات کړي." نوموړي اندېښنه وښوده که دا ویروس په افریقا کې پښې ټېنګې کړي، میلیونونه انسان به مړه شي.

هغه د شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري۹) د پي بي اس تلویزون سره په مرکه کې وویل: "د افریقا لویه وچه د دغه ویروس سره د مبارزې لپاره دومره ظرفیت نلري، زه ډېر اندېښمن یم."

ملګري ملتونه وايي د دوی ۸۶ کارکوونکي هم د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

ښاغلی ګوتیرز داسې مهال د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د کرونا سره ګډه او جدي مبارزه وکړي چې دا مهال د امریکا متحده ایالتونه د کرونا په ویروس د اخته کسانو په لوی مرکز بدل شوی دی.

په امریکا کې د شنبې تر ورځې پورې څه باندې ۱۰۴۰۰۰ تنه په دغه ویروس اخته شوي، په داسې حال کې چې په چین کې چې دغه ویروس ترې خپور شوی بیا ۸۱۹۴۷ تنه اخته دي.

په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړي شوي‌هم دي او دا شمېرې شېبه په شېبه بدلیږي.

د کرونا په اړه د امریکا د جان هاپکنس پوهنتون معلوماتي مرکز وايي چې په اروپا کې بیا په ایټالیا کې تر ټولو ډېر ۸۶۴۹۸ کسان په کرونا اخته دي.

په ټولې نړۍ کې تر دې دمه ۶۰۱۴۷۸ کسان بیا په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې ۲۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره د دوه تریلیون ډالرو پلان توشیح کړ. د امریکا د استازو خونې دا پلان پرون جمعه تصویب کړ.
دوه ټریلیون ډالرو په دغه مالي پکیچ کې به د متحدو ایالتونو له ټولو روغتونونو سره مالي مرسته کیږي چې د کروناویروس سره لا ښه مبارزه وشي او په کرونا د اخته کسانو لا ښه درملنه وشي.

همدغه راز د امریکا حکومت به د دغه مالي پلان په اساس له ټولو وړو کاروبارونو او سوداګریو او هغو شرکتونو سره هم مرسته کوي چې د کرونا له کبله زیانمن شوي دي.
پر دې سربېره دا مالي پلان به حکومت ته دا لار هم خلاصه کړي چې د کم عاید او منځني‌ عاید لرونکو امریکایانو سره، چې د کروناویروس له کبله یې اقتصادي‌ زیانونه لیدلي، هم مالي مرستې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcc0eqii2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته