دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 206367
مایک پمپیو : د سولې مرکچي پلاوي جوړولو لپاره د افغان مشرانو منندوی یم
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو، طالبانو سره د سولې افغان پلاوي اعلانیدو له امله له افغان مشرانو مننه کړې ده.
مایک پمپیو په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "زه بین الافغاني خبرو بریا لپاره د یوه مذاکراتي ټيم جوړیدو له امله د افغان سیاسي سیالانو منندوی یم. زه د زندانیانو ازادولو لپاره ستاسو د ژمنتیا او سولې ټینګولو لپاره ستاسو د هڅو هرکلی کوم."
مایک پمپیو په خپله ټویټر پاڼه کې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني انځورونه ایښي او دوی یې سیالان بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له عبدالله عبدالله او اشرف غني غوښتي چې د یوه ټولشموله حکومت جوړولو لپاره هم همداسې ژمنتیا وښيي.
هغه ویلي داسې ګامونه او پریکړې کولی شي چې د افغانستان خلکو لپاره یو روښانه راتلونکی وزیږوي.
د افغانستان حکومت وړمه ورځ طالبانو سره د خبرو لپاره یو ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی کوي.
د هیواد یو شمیر سیاسي مشرانو پر دغه پلاوی نیوکه وکړه او هغه یې یو حکومتي پلاوی یاد کړ.
طالبانو هم پرون اعلان کړی چې له دغه پلاوي سره چې د حکومت استازي توب کوي، مذاکرات نه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmme8auqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته