دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 206401
د تورخم لاره به د را روانې اپریل میاشتې تر ۹ مې بنده وي
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د تورخم لاره به د راروانې اپریل میاشتې تر نهمې نېټې پورې بنده وي.
ټاکل شوې وه چې دا لاره به د جمعې په ورځ پرانېستل کېږي خو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شو ویلي دي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد د اقداماتو په ترڅ کې د کوزې پښتونخوا چارواکو پرېکړه کړې ده چې دا لاره به د اپریل تر نهمې پورې بنده وي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د شوې پرېکړې له مخې پر دې لاره به هر راز تګ راتګ بند وي.
خو په خبرپاڼه کې د تورخم د ګمرک د مشر په حواله ویل شوي چې یوازې په استثنايي حالاتو کې د لارې د خلاصون په اړه نوې پرېکړه هم کېدای شي.
https://avapress.com/vdciuqarzt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته