دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 206415
افغان حکومت وايي‌ له طالبانو سره د مذاکرو په پلاوي کې بدلون نه ‌شي راتلای
دا خبره د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وکړه.

 

نوموړې وویل چې که طالبان د سولې نیت لري، له اعلان شوي پلاوي سره دې خبرې وکړي.

ناجیې انوري زیاته کړه، "دا پلاوی تر ډېرې مشورې او په افغانستان کې له هغو اړخونو سره چې نفوذ لري تر خبرو وروسته جوړ شوی دی. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي نوملړ نهايي شوی او نور بدلون نشي پکې ‌راتلای."

د افغانستان د سولې لپاره د دولت وزارت دا بیان د وسله والو طالبانو د ویاند د څرګندونو په غبرګون کې راغلی دی.

د وسله ‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر په بیان کې ویلي چې دا پلاوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو استازیتوب نه ‌کوي.
وسله ‌والو طالبانو ویلي چې دوي د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې نه‌ کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مارچ پر ۲۶مه ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد د افغان حکومت د دې کار ستاینه وکړه او ویې ‌ویل چې پلاوی د ټولو اړخونو استازیتوب کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د طالبانو د دې اعلان په اړه د مارچ پر ۲۸مه پر ټویټر لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه ‌لري.

رولاند کوبیا زیاته کړې چې که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولائ شي.

رولاند کوبیا طالبانو ته لیکلي، ستاسو خوا ښځې چېرته دي؟

د امریکا حکومت د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی وو.
په هغه تړون کې لیکل شوي وو چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي او له هغه وروسته به د مارچ پر ۱۰ د افغانانو خپلمنځي‌ خبرې اترې پېلېږي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې په دومره لنډ وخت کې د دومره لوی شمېر بندیانو خوشي کول ممکن نه دي‌.
د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د وسله ‌والو طالبانو ۱۰۰ بندیان به د مارچ پر ۳۱مه د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول خوشي کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf90xkyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته