د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر نن ( یکشنبه وري ۱۰ ) یوې خبري غونډه کې وویل، چې افغان حکومت طالبانو سره خبرو ته چمتو ده او ځکه خو یې مرکچي پلاوی اعلان کړ.
هغه پر طالبانو نیوکه وکړه چې د دې او هغه په پلمه دې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډ نه جوړوی او د خبرو میز ته دې کینې.
ښاغلي عمر د افغان حکومت له لوري اعلان شوی مرکچي ټیم ټولشموله یاد کړ، او زیاته یې کړه چې ټاکل شوی پلاوی د ټول ولس استازیتوب کوي.
نوموړي وویل چې په دې پلاوي کې علما، ښځې، سیاسون د حکومت استازي او مدني فعالان شتون لري چې کولای شي د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.
طالبانو په داسې حال کې د افغان حکومت پر مرکچي پلاوي نیوکې کړي او دا پلاوی یې له امریکا سره د شوې هوکړې خلاف یاد کړی چې امریکا بیا د افغان حکومت له دې پلاوي پراخ هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او همداراز د افغانستان د سولې په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت دغه اعلان شوی پلاوی ټولشموله یاد کړی دی.
دغه مرکچي پلاوی چې د افغان حکومت په استازیتوب به له طالبانو سره مذاکراتو پر مخ وړي، مشري یې د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په غاړه ده.
سربېره پر طالبانو یو شمېر نورې سیاسي کړیو د عبدالله عبدالله په شمول د افغان حکومت دغه پلاوی نیمګړی یادوي، خو افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې پلاوي کې به بدلون رامنځته نشي.