دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 206434
غوښتل یې د کانالیزسیون له لارې سرای شهزاده ته دننه شي او پیسې غلا کړي
یو کس چې غوښتل یې د کانالیزسیون له لارې د کابل سرای شهزاده ته د پیسو د غلا  په موخه دننه شي، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

کابل کې سرای شهزاده د افغانستان په کچه د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر او مهم ځای بلل کېږي، چې اوس مهال د کرونا ویروس د مخنیوي په پار بند دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه یو کس هڅه کوله چې ډېر په هوښیارۍ سره د کانالیزسیون له لارې دغه سرای ته دننه شي او پیسي غلا  کړي چې د پولیسو لخوا ونیول شوه.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې یاد کس له یو شمېر لاسي وسایلو سره د سرای شهزاده کانالیزسیون سولولونو ته دننه شوی و، او غوښتل یې چې د پیسو د راکړې ورکړې دغه لوی انګړ ته دننه شي، خو د پولیسو له لوري ونیول شوه.
نیول شوي کس منلې چې غوښتل یې سرای شهزاده ته د پیسو د غلا لپاره دننه شي.

https://avapress.com/vdcexp8wejh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته