کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا تر دې دمه امریکا کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان مړه کړي

10 حمل 1399 ساعت 18:35

په نړیواله کچه د یکشنبې تر سهاره د مارچ ۲۹ (وري۱۰) ۶۶۹۳۱۲ کسان په کرونا اخته شوي او په ټوله نړۍ کې ددغې ساري ناروغۍ له کبله د مړو شمیر نژدې ۳۱ زره کسانو ته رسیدلی دی.


د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې په سهار د امریکا متحده ایالاتو کې پدې ویروس د اخته کسانو شمیر له ۱۲۱زرو واوښت او د مړو شمیر یې څه دپاسه ۲۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې تر ټولو ډېر کسان په نیویارک ایالت کې د کرونا په ویروس اخته شوي چې څه دپاسه ۵۲زره دي او همدغه راز څه دپاسه ۷۰۰ کسان په نیویارک کې مړه شوي دي. کرونا د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله نیویارک ډېر ځپلی دی.

د نیویارک والي د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د څو ورځو راهیسې بیړنی حالت اعلان کړی او د نیویارک ښار په ګډون دغه ایالت یې قرنطین کړی دی.
د نیویارک ایالت سره د بیړنیو روغتیایي مرستو په لړ کې نن د ویرجینیا ایالت له نورفولک څخه د پوځد یو سمندري روغتون کښتۍ نیویارک ته ځي. د دغې بیړۍ د روانېدو په مراسمو کې به جمهور رئیس دونالډ ټرمپ هم برخه واخلي.

دا بیړۍ چې ۱۰۰۰ بسترې او ۱۲۰۰ روغتیایي عمله لري د دوشنبې په ورځ نیویارک ته رسیږي او تر ډیره به د کروناویروس غیر ناروغانو په خدمت کې وي چې پدې توګه به د نیویارک له روغتونو سره مرسته وشي چې د کروناویروس ناروغانو ته ځای پیدا شي.

په نیویارک ایالت کې د کرونا پیښو د زیاتوالي په وجه روغتونونه او روغتیایي کارکوونکي د وسایلو په ځانګړې توګه د ماسکونو له کمبود سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د شنبې په ورځ د نیویارک د طبي پرسونل سره د ۲۵۰۰۰۰ ماسکونو د مرستې اعلان وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د ژوند په ژغورلو کې یې یوه کوچنۍ ونډه ادا کړې وي.
کرونا په نړۍ کې
په نړیواله کچه په ایټالیا کې د کروناویروس په وجه د مړو شمیر له لسو زرو څخه اوښتی چې پدې توګه د نړۍ د کرونا د ټولو تلفاتو له دریو څخه یوه برخه یې پدې هیواد کې دي.

ایټالیا په اروپا کې د کرونا په مرکز بدل شوی دی.

د چین په ووهان کې چې دغه ویروس په کې د تیرکال په دسمبر کې خپور شو د رپوټونو له مخې د شنبې د ورځې راهیسې د څو میاشتني قرنطین وروسته ښار ورو ورو پرانستل کیږي او په زرګونو کسان بیرته ښار ته مخ کړې ده.

د نړۍ د نورو سختو ځپل شویو هیوادونو له ډلې څخه د ایټالیا او امریکا وروسته فرانسه او اسپانیا دي.


د مطلب کود: 206440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206440/کرونا-تر-دې-دمه-امریکا-کې-۲۰۰۰-زیات-کسان-مړه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com