کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران کې ۵۰ افغانان کورونا وېروس "مړه کړي"

11 حمل 1399 ساعت 11:18

تهران افغانستان لوی سفارت: د هغو مالوماتو له مخې چې د سفارت د کډوالو برخې ته رسېدلي په ایران کې له کورونا پنځوس افغانان مړه شوي دي.
د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي پرون مازیګر وویل، چې دا شمېر په مختلفو ولایتونو کې د مړه شویو افغانانو خپلوانو او مخورو ور کړی دی.
تهران کې افغان سفارت د رسمي، مستندو او سمو سندونو تر برابرېدو پورې دا شمېر نه تاییدوي.



ښاغلی حجازي دا هم وايي، چې د سفارت له غوښتنې سره سره د ایران د روغتیا او درملني وزارت په دغه هېواد کې د کورونا وهلیو او مړه شویو افغانانو شمېر نه دی ور کړی.
له بلې خوا له ایران هره ورځ نږدې ۱۵ زره افغانان ستنېږي چې په افغانستان کې یې د کورونا د خپرېدو وېره ډېره کړې ده.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټوني بلنزر خپل ټوېټر کې لیکلي چې یوازې تېرو دوو اونیو- د مارچ له ۸ تر ۲۱ نېټې پورې ۱۱۵ زره ۴۱۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او یو چارواکی هم دا شمېر نشي اداره کولی.
خو د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي ویلي چې دا ستنېدل اوس ورځ کې ۲۵۰۰ کسانو ته ټیټ شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې ایران کې د بې سنده افغانانو اجباري ستنول هم "په وروستیو ورځو کې صفر ته" رسېدلي دي.
خواله رسنیو کې ځینې رپوټونه ښيي چې ایران کې افغان کډوال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
 


د مطلب کود: 206474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206474/ایران-کې-۵۰-افغانان-کورونا-وېروس-مړه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com