دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 206474
تهران افغانستان لوی سفارت: د هغو مالوماتو له مخې چې د سفارت د کډوالو برخې ته رسېدلي په ایران کې له کورونا پنځوس افغانان مړه شوي دي. د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي پرون مازیګر وویل، چې دا شمېر په مختلفو ولایتونو کې د مړه شویو افغانانو خپلوانو او مخورو ور کړی دی. تهران کې افغان سفارت د رسمي، مستندو او سمو سندونو تر برابرېدو پورې دا شمېر نه تاییدوي.

ښاغلی حجازي دا هم وايي، چې د سفارت له غوښتنې سره سره د ایران د روغتیا او درملني وزارت په دغه هېواد کې د کورونا وهلیو او مړه شویو افغانانو شمېر نه دی ور کړی.
له بلې خوا له ایران هره ورځ نږدې ۱۵ زره افغانان ستنېږي چې په افغانستان کې یې د کورونا د خپرېدو وېره ډېره کړې ده.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټوني بلنزر خپل ټوېټر کې لیکلي چې یوازې تېرو دوو اونیو- د مارچ له ۸ تر ۲۱ نېټې پورې ۱۱۵ زره ۴۱۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او یو چارواکی هم دا شمېر نشي اداره کولی.
خو د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي ویلي چې دا ستنېدل اوس ورځ کې ۲۵۰۰ کسانو ته ټیټ شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې ایران کې د بې سنده افغانانو اجباري ستنول هم "په وروستیو ورځو کې صفر ته" رسېدلي دي.
خواله رسنیو کې ځینې رپوټونه ښيي چې ایران کې افغان کډوال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
 
https://avapress.com/vdciyqar5t1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته