کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حضرت امام سجاد علیه السلام زوکړه دې مبارک وي

11 حمل 1399 ساعت 20:51

حضرت امام زین العابدین علیه السلام د اته دیرشم (۳۸) هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه په مدینې ښار کښې وزیږید .
د امام سجاد علیه السلام پلار د نړۍ د شیعه مسلمانانو دریم (۳) حضرت امام حسین علیه السلام دی .



امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو .
هغه حضرت په خپل  وخت کښې ترټولو ستر ، پرهیزګار ، صبرناک او تر ټولو محترم کس ګڼل کیده او هغه ګویا او فصیح ژبه او ښه اخلاق درلودل .
حضرت امام سجاد علیه السلام په خلکو ډیر مهربانه وو او له بې وزله او اړمنو خلکو سره به یې ډیرې مرستې کولې .
 د حضرت سجاد زین العابدین علیه  السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ، نورو ازادوي غواړو او تاسو ګرانو لوستونکو  ته مبارکي وايو .
 


د مطلب کود: 206476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206476/د-حضرت-امام-سجاد-علیه-السلام-زوکړه-دې-مبارک-وي

آوا
  https://www.avapress.com