دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۵۱
د مطلب کود : 206476
حضرت امام زین العابدین علیه السلام د اته دیرشم (۳۸) هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه په مدینې ښار کښې وزیږید . د امام سجاد علیه السلام پلار د نړۍ د شیعه مسلمانانو دریم (۳) حضرت امام حسین علیه السلام دی .

امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو .
هغه حضرت په خپل  وخت کښې ترټولو ستر ، پرهیزګار ، صبرناک او تر ټولو محترم کس ګڼل کیده او هغه ګویا او فصیح ژبه او ښه اخلاق درلودل .
حضرت امام سجاد علیه السلام په خلکو ډیر مهربانه وو او له بې وزله او اړمنو خلکو سره به یې ډیرې مرستې کولې .
 د حضرت سجاد زین العابدین علیه  السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ، نورو ازادوي غواړو او تاسو ګرانو لوستونکو  ته مبارکي وايو .
 
https://avapress.com/vdca0inui49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته