دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 206485
ملي امنیت شورا: سبا طالب بندیان نه ازادیږي
د افغانستان د ملي امنیت د شورا وايي، د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په درییم ویډیو کنفرانس کې دواړو خواو په دې موافقه کړې چې د بندیانو د خوشي کولو بهیر به کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي له رسېدو وروسته پيل شي.
ټاکل شوې وه سبا د سې شنبې په ورځ د افغان حکومت له زندانونو څخه د۱۰۰ طالب بندیانو په ازادولو سره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو لړۍ پيل شوې وای.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه مارچ۳۰(وري۱۱) پر خپل ټوېټر لیکلي چې:"پرون طالبانو په یوه ویډو کنفرانس کې پر دې موافقه وکړه چې د افغانستان اسلامي دولت سره د نورو تخنیکي بحث لپاره یو پلاوی کابل ته واستوي."
د تېري چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په یوه ويډیو کنفرانس کې د سې شنبې په ورځ د بګرام له زندانه د سلو طالب بندیانو د خوشي کولو موافقه شوې وه، خو طالبانو ویلي چې د تخینکي ستونزو له امله د دوی پلاوی لا کابل ته سفر نه دی پيل کړی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یکشنبې د ورځې په ویډیو کنفرانس کې چې د امریکا د سفارت او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د استازو ترڅنګ د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو هم پکې ګډون درلود په دې موافقه کړې چې کابل ته د طالبانو د پلاوي له رسېدو وروسته به په اړوند مسائلو باندې مخامخ خبرې وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د افغان حکومت له زندانانونو نه د طالب بندیانو د خوشي کېدو ځنډېدل د بین الافغاني خبرو د ځنډ سبب شوی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه پيل شوي وای، خو د دواړو لورو د زندانیانو د نه خوشي کېدو له امله ځنډیډلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaainum49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته