دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 206504
تخار او زابل کې ۲۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د یو ملکي وګړي په ګډون۱۲ سیمه ییز او دوه ملي پولیس وژل شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن دوشنبه مارچ۳۰(وري۱۱) امریکا غږ ته وویل چې په ټپیانو کې د تخار د امنیه قوماندانۍ سرپرست هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه:"طالبانو تېره شپه د امنیې قوماندانۍ د سرپرست پر کور باندې برید وکړ، د شپې تر یوې بجې دوام درلود."
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د طالبانو په برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن دوشنبه مارچ ۳۰(وري ۱۱) ویلي دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې پرمهال یې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ازبل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې شپږ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه:"تیره شپه وسله والو طالبانو د ملي امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړه خو زموږ سرتیري په دفاعي حالت کې وو چي لویه مرګ ژوبله ور اوښتې خو زموږ ۶ سرتیري وژل شوي."

خو د زابل یوه چارواکي بیا د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وويل چې دغه برید د ملي اردو یوه سرتیري کړی او د خپلو ۹ ملګرو تر وژولو وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

څلور میاشتې مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې په یوه نفوذي برید کې د ملي امنیت د مدیر په ګډون درې نور امنیتي منسوبین وژل شوي و او همدارنګه یوه اونۍ وړاندې د ولایت په مرکز کلات کې د ملي اوردو او پوليسو په ګډه مرکز کې د ملي اردو او پوليسو ۲۵ سرتیري وژل شوي وو.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې هم د طالبانو په بریدونو کې پنځه افغان سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي او پنځه نور افغان سرتیري ټپيان شوي دي.

د تخار د والي ویاند خلیل اسیر امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د تخار د امنیه قوماندانۍ سرپرست هم ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxeqi02bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته