دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 206521
په هند کې د یوې کورنۍ ۲۵ غړي په کرونا اخته شوي
د هند د مهاراشترا ایالت د سنګلي په سیمه کې چارواکي وایي‌ چې په یوې کورنۍ کې ۲۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د دغې کورنۍ څلور غړي چې تازه له سعودي عربستان څخه هند ته راستانه شوي، تېره دوشنبه (مارچ۲۳) په کرونا اخته شوي ‌دي.

د هند پرس ټرسټ د راپور په اساس په کرونا د دغو څلورو کسانو له اخته کېدو شاوخوا یوه اونۍ وروسته د دغې کورنۍ ۲۱ نور غړي‌ هم په دغه ویروس اخته شول.

په سیمه کې یو چارواکی ابهي جیت چوهدري په دغو کسانو تور لګوي چې په کور کې ګڼ اوسیږي او له یو بل څخه د جلا کېدو امکانات نلري همدا علت دی چې دا ویروس په کې ژر خپور شوی دی.

چارواکي‌ وايي د دغې کورنۍ دا څلور غړي د مارچ په ۱۲ د ممبۍ په هوايي ډګر هند ته راغلي. هغه وخت د هند په هوايي ډګرونو کې د کروناویروس لپاره د خلکو معاینات نه کېدل.

تر دغې پېښې څو ورځې مخکې یو مذهبي مشر د کروناویروس له کبله مړ شو. هغه ایټالیا ته، چې په اروپا کې د کرونا مرکز بلل کیږي، تللی و او له ایټالیا څخه له بېرته ستنېدو سره سم د پنجاب په ایالت کې کلي په کلي او کور په کور ګرځېدلی و او خپل مذهب یې تبلیغ کړی و.

چارواکي وایي‌ښايي دغه مذهبي مشر زرګونه کسان د کرونا په ویروس اخته کړي وي، هغه پوهېده چې په دغه ویروس اخته دی خو ځان یې قرنطین کړی نه و. لسګونه کسان چې له ده سره یې تماس نیولی و، په کرونا اخته شوي‌دي.

تېره اونۍ د هند حکومت د ۲۱ ورځو لپاره په دغه هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړ، کاروبارونه او نورې ادارې وتړل شوې چې د کرونا د خپرېدو مخه ونیول شي. په هند کې تر دې دمه د چارواکو په وینا ۱۰۷۱ کسان د کرونا په ویروس اخته دي.

تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۳۴زره کسان مړه شوي‌او شاوخوا ۷۳۴زره نور پرې اخته دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b58rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته