کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي په موخه د عاجلو پيښو لپاره د چمتوالي کمیټه جوړه سوه

11 حمل 1399 ساعت 17:42

د کندهاروالي حیات الله حیات په مشري د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په موخه د عاجلو پيښو لپاره د چمتوالي کمیټه د سکتوري ریاست په مشري جوړه سوه، چي یو شمیر ریاستونه اوهمکار موسسات يې غړیتوب لري او پر مهال یې د تولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري هم حضور درلود.


 
د کمیتي د جوړیدو پر مهال کندهاروالي حیات الله حیات وویل، د جمهوررئيس محمد اشرف غني په هدايت يې نن یاد اقدام ترسره کړ، تر څو د بیړنیو حالاتو پر مهال د ښار او ولسوالیو په کچه عاجلو پيښو ته بشپړ چمتووالي موجود وي او په خبره يې دا کمیټه باید سبا ته د ښار او ولسوالیو په کچه د بیړنیو حالاتو لپاره واضح تګلاره او پلان جوړ او د ولایت مقام سره يې شریک کړي، تر څو د شته امکاناتو له مخي بیړنیو حالاتو ته خپل چمتوالي ولرو.
کندهاروالي زیاته کړه، کرونا ویروس سره هم مهاله د بې کاري کچه هم لوړیږي، چي په یاده برخه کي هم باید تدابیر موجود وي، ترڅو د اړمنو کسانو سره پر وخت مرستي ترسره سي او په یاده برخه کي یې کمیټې ته دنده وسپارل، چي یاد پلان باید د دریو میاشتنو لپاره ډیزاین او جوړ سي.
وروسته په غونډه کي یو شمیر سکتوري رئیسانو خپل د شته امکاناتو اړوند معلومات شریک کړل او په ځینو برخو کي یې خپل نظریات وړاندي کړل او د غونډي په وروستیو کي د ګډ کار په کولو او ښې همږغۍ له مخي چارو ته پر رسیدو ټینګار وسو.


د مطلب کود: 206523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206523/د-کرونا-ویروس-خپریدو-مخنیوي-په-موخه-عاجلو-پيښو-لپاره-چمتوالي-کمیټه-جوړه-سوه

آوا
  https://www.avapress.com